40 نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى.
او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.
دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى.
تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟
نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بېدينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.