Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:39
18 Iomraidhean Croise  

هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.


لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى.


وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“


هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده.


صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.


کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟


نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“


نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.


نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“


د بنى اِسرائيلو لسو زرو تکړه فوجيانو په جبعه حمله وکړه او دا سخت جنګ وو. بنيامينيانو ته پته نۀ وه چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.


ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.


څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“


بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.


نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan