Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:30
17 Iomraidhean Croise  

نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.


څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“


لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى.


او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى.


”مونږ ته ووايه چې دا کار به کله کيږى او د دې ټولو د پوره کېدو نښه به څۀ وى؟“


بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.


خو د دې نه پس به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست وى.“


هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“


او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،


ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين.


نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan