26 کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ.
په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے، ”د مالِک خُدائ دپاره په بيابان کښې لار جوړه کړئ. په صحرا کښې هغۀ ته لارې نېغې کړئ.
ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.
لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.
په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،
نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“