22 کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى.
کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.
په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.
زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بېعزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.
ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.
کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې.
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،
په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.
د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى،