Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:17
14 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.


بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.


څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ.


نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟


نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.


خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو.


بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو.


کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړده‌وال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.


کله چې هغوئ د عبادت ځائ نه ښار ته کوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساؤل دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan