Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:15
19 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.


هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“


په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.


د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بې‌حرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى.


د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى.


څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“


نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.


خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده.


کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“


او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“


هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.


په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.


بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan