12 او چې بېشرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى.
ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بېلارې کړى.
خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.
ما ته ستا د ټولو عملونو پته ده، تۀ خو نۀ يخ يې او نۀ ګرم. کاش چې تۀ يا خو يخ وے يا ګرم.