4 دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى.
د بابل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.
نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بېاندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ.
نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟
دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.
ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.
ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.
خو اے د تواتيره نورو اوسېدونکو چې دا تعليم نۀ منئ او د هغې نه ناخبره يئ کومې ته چې هغوئ د شېطان پټ او ژور چال وائى، زۀ تاسو ته وايم چې زۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم.