3 نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
کۀ تۀ هم هغه شان کوې چې څنګه خُدائ پاک حُکم درکړے دے، نو تۀ به دومره زيات ستړے کېږې هم نه او ټول خلق به په خېر سره خپل خپل کور ته ځى.“
بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لا نۀ ړو.
”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،
دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى.
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.
هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
موسىٰ، واپس لاړ شه او هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک فرمائى. بيا واپس راشه او چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مونږ ته ووايه. مونږ به هغې ته غوږ ونيسو او عمل به پرې وکړُو.
هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.