21 څوک چې د خُدائ په کور قسم خورى، نو هغه په هغۀ او څوک چې هلته اوسى، په دواړو قسم خورى.
خو ما ستا دپاره يو عالى شان کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې تل به په کښې اوسېږې.“
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
اوس ما ستا دپاره يو عظيم کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې د همېشه دپاره به په کښې اوسېږې.“
اِمامان د مالِک خُدائ کور ته ځکه نۀ شول ننوتلے چې د مالِک خُدائ کور د جلال نه ډک وو.
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
نو هرکله چې څوک په قربانګاه قسم خورى نو هغه په قربانګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى.
نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.