Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 23:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 23:19
6 Iomraidhean Croise  

هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربان‌ګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.


په دې طريقه دا څيزونه وقف کړه او دا به بېخى مقدس شى او هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.


کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“


اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟


يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربان‌ګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربان‌ګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى.


نو هرکله چې څوک په قربان‌ګاه قسم خورى نو هغه په قربان‌ګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan