18 يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربانګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربانګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى.
کله چې په يو کس اِلزام ولګوى چې بل چا ورسره بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربانګاه ته راوستلے شى چې هغه قسم وکړى چې بېګناه دے،
کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.
اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے.
اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟
اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربانګاه چې شکرانه هم پاکوى؟
خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم،
زۀ به يو ځل بيا هر يو کس ته دا په تاکيد سره ووايم، کۀ څوک خپل ځان سنت کړى نو هغه به بيا ضرور د شريعت په ټولو حکمونو پوره عمل کوى.