12 او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.
کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.
کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.
د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.
د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.
هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى.
”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.
ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“
زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.