Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:7
18 Iomraidhean Croise  

د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.


مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.


زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.


او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل.


بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو.


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى.


هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan