6 او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بېعزته يې کړل او وې وژل.
خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو.
بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.
هغه به غېريهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى.
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.