Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:43
10 Iomraidhean Croise  

”د مالِک خُدائ روح زما په ذريعه خبرې کوى، د هغۀ پېغام زما په ژبه دے.


داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“


او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.


نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.


په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،


ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.


او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.


سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan