42 ”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“
په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.
نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بېشکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟
کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“
بيا نتنىايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.