Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 22:22
10 Iomraidhean Croise  

ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.


يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.


عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.


بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.


ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.


خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.


ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan