19 تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه.
پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“
خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه.
او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل.
خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟
عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“
هغوئ يوه سيکه راوړه او هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په دې د چا تصوير او د چا نوم دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د قيصر دے.“
او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“