18 خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟
خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.
نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“
مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“
تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه.
بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل.
سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟
په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“
عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل،
خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟
عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو
او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.
هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.
بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.