12 بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بېاِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.
او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى، او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.
”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،
”اے بنى اِسرائيلو ستاسو ټول قوم او بادشاهان، مشران، اِمامان، او نبيان داسې شرمنده شئ لکه څنګه چې يو غل ونيولے شى او شرمنده وى.
هغۀ ورته ووئيل، زما ملګريه، ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا د ورځې په مزدورۍ راسره فېصله نۀ وه کړې څۀ؟
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو.
زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے.
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.