1 بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل،
”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو.
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“