Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:43
13 Iomraidhean Croise  

تاسو به زما دپاره مقدسه ډله يئ او د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ.“ موسىٰ، تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“


د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.


ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.


خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“


بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“


هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.


او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan