Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:41
38 Iomraidhean Croise  

د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“


زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،


د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.


ټول مُلک به ماتم کوى، هره يوه قبيله به په خپله د خپلو ښځو نه جُدا يعنې، د داؤد د خاندان قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، د ناتن قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،


په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.


کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.


کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“


ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“


د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.


خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېر‌يهوديانو ته لاړ شم.“


پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“


چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه.


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan