د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:34 - Pakistani Yousafzai Pashto34 کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.