Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:32
19 Iomraidhean Croise  

هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“


ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے.


د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟


په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى.


کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟


او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.


نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.


نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو.


ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan