Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:21
9 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو.


هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“


مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“


خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“


او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.


خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan