18 بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو.
په هغه وخت عيسىٰ د سبت يعنې د خالى په ورځ د فصل په يو پټى تېرېدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړلو يې لګيا شول.
هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.