Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:16
11 Iomraidhean Croise  

تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟


هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟


خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې،


افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.


هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”تاسو چرې دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو او د خوراک دپاره هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ يې وکړل؟


افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan