Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:15
20 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول.


عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“


او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“


”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“


بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.


مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.


چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.


تر دې وخته مشرانو اِمامانو او نورو مشرانو خلق دې ته لمسولى وُو چې د برابا آزادى وغواړى او د عيسىٰ قتل.


کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“


مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا واورېدل نو کوشش يې کولو چې هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ يرېدل ځکه چې ټول خلق د هغۀ د تعليم نه ډېر متاثره وُو.


يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل.


نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.


چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.


په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.


بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“


عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى.


ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيت‌لحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan