Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 21:12
18 Iomraidhean Croise  

هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.


کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى.


چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى.


کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى.


هغه به دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګناه نذرانې دپاره او يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


بيا به هغه يوه ګوګوشتکه يا کونتره پېش کړى،


په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى او اِمام له به يې ورکړى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له يوسى.


کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.


کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِ‌عنياه ته لاړو.


نو هغوئ بيا د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق قربانى وکړه، يعنې يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى.


د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan