11 او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.
خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“
بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو.
په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“
کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“
نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“
د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.
کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“
کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“
نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“
دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“