1 هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِفګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،
په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.
د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.
”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ.
څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو،
عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.
بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.
عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو.
بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو.