7 هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى.
په مازيګر کښې هغه بيا ووتو او يوه بله ډله يې اوزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چې تاسو ولې ټوله ورځ داسې خوشى ګرځئ او هيڅ کار نۀ کوئ؟
چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ قبيلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه.
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.
اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،
ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى، هغه کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد يُو.
يعنې هغه راز کوم چې د زمانو او پيړو راسې پټ وو خو اوس دا مقدسينو ته څرګند شوے دے.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.