Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:4
12 Iomraidhean Croise  

بيا کچه غرمه هغه بهر ووتو نو په بازار کښې يې يو څو اوزګار کسان نور وليدل.


نو هغوئ لاړل. غرمه او ماسپښين هغه بيا بهر ووتو او هغه شان بندوبست يې وکړو.


څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.


او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.


اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.


دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.


نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan