Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو عيسىٰ هغوئ راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو ته پته ده چې په دُنيا کښې د غېر يهودى قومونو حاکمان خپل خلق د قابو لاندې ساتى او د هغوئ اميران په هغوئ خپل رُعب استعمالوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:25
14 Iomraidhean Croise  

اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“


هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.


زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.


کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول.


عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى.


او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan