Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 20:22
17 Iomraidhean Croise  

کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى، خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ چرې بې‌ګناه خلقو ته سزا ملاويږى، نو بيا به تاسو د څومره سزا لائق يئ. تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ. نو تاسو به ضرور د غضب د دې پيالۍ نه خوند واخلئ.“


پطروس ورته ووئيل، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.


هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“


هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“


خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.


هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“


زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى.


”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“


عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“


روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.


تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan