13 هغۀ ورته ووئيل، زما ملګريه، ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا د ورځې په مزدورۍ راسره فېصله نۀ وه کړې څۀ؟
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
خپله مزدورى واخله او کور ته ځه. دا زما خوښه ده چې وروستنى سړى له هم هغه څۀ ورکړم څۀ چې مې تا له درکړى دى.
او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل.
بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو.
نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟