Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ بيا دوئ بيت‌لحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:8
20 Iomraidhean Croise  

ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخى‌تُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخى‌تُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابى‌سلوم باندې تباهى راولى.


نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.


د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورے چې دوئ په راختو ليدلے وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودرېدو چرته چې ماشوم پروت وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan