Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:7
16 Iomraidhean Croise  

د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.


راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


هغۀ بيا دوئ بيت‌لحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“


بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“


بيا اژدها د خپلې خولې نه د اوبو يو سېلاب وبهيولو چې هغه ښځه لاهو کړى.


هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan