د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 ”اے د يهوداه د زمکې بيتلحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“ Faic an caibideil |
هغه خلق هم راواپس شول چې د هغوئ پلار نيکۀ په دې ښارونو کښې اوسېدلى وُو: د بيتلحم ښار يو سل او درويشت کسان، د نطوفه ښار شپږ پنځوس کسان، د عنتوت ښار يو سل او اتۀويشت کسان، د عزماوت ښار دوه څلوېښت کسان، د قِريَتيعريم، کفيره او بيروت ښارونو اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، د راما او جبعه ښارونو شپږ سوه او يوويشت کسان، د مِکماس ښار يو سل او دوويشت کسان، د بيتايل او عى ښارونو دوه سوه او درويشت کسان، د نبو ښار دوه پنځوس کسان، د مجبيس ښار يو سل او شپږ پنځوس کسان، د هغه بل عيلام ښار يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د حارِم ښار درې سوه او شل کسان، د لد، حاديد او اونو ښارونو اووۀ سوه پينځويشت کسان، د يريحو ښار درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د سناآه ښار درې زره شپږ سوه او دېرش کسان.