د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 هغۀ د يهوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“ Faic an caibideil |
عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.