3 هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.
شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“
او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“
هغۀ د يهوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.
هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“
هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.
هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى.