20 ”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“
کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“
سليمان د يربعام د وژلو کوشش کولو، خو يربعام د مِصر بادشاه سيساق له وتښتېدو او د سليمان تر مرګه پورې هلته ايسار وو.
چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“
کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“
نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې،
نو هغه پاڅېدو، ماشوم او مور يې د ځان سره روان کړل او د بنى اِسرائيلو مُلک ته راغلل.