Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:19
13 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟ ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟


بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.


نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.


هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.


د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.


هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده.


”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“


خو کله چې يوسف دا واورېدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوے دے، نو هلته د تللو نه وويرېدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارے ورکړے شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو،


پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan