17 دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې،
په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو.
او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“
هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتلحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.
”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د لوئ ماتم او ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان مړۀ شوى دى.“
دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې، ”هغوئ دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو،