Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:16
21 Iomraidhean Croise  

هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.


بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو.


لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.


حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“


زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.


لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بې‌وسه خلقو باندې حکومت کوى.


کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.


وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.


بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.


نو بيا په دې باندې بادشاه ډېر غصه شو او حکم يې وکړو چې سمدستى شدرک، ميشک، او عبدنجو ما ته حاضر کړئ. نو دا کسان بادشاه له راوستلے شول.


نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.


بلعام ورته ووئيل، ”ځکه چې تا زما نه کم عقل جوړ کړے دے. کۀ زما سره تُوره وے، نو ما به تۀ وژلې وې.“


بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې،


هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.


هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى.


او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.


دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بې‌وقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan