15 او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“
بيا تۀ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې، بنى اِسرائيل ما ته د مشر زوئ په شان دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.
دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى،
نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل،
دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې،
نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې،
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلے شوى دى چې،
نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“
خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.
او چې کله يې دے په سولۍ وخېژولو نو د هغۀ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې.
چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“
د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.