14 نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل،
هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته.
کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“
او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“
مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.
په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو.